د روزنیز کورس پرانیستل

د روزنیز کورس پرانیستل

۱۴ لیندۍ ۱۳۹۵

د سروې ګانو څخه د څارنې او د غونډو د اجندا د ترتیبولو په هکله روزنیز کورس نن سهارد محترم عصمت الله رمزی د احصائیې د مرکزي ادارې د احصائیوي سلاکار لخوا پرانیستل شو. په نوموړي کورس کې د احصائیې د مرکزي ادارې ۹ تنه کارکوونکي ګډون لري او د زده کړې چارې ئې د یوه تن بهرني متخصص لخوا پر مخ وړل کیږي چې د روانې میاشتې تر ۱۷ نیټې پورې به دوام وکړي.